دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 102035
د کابل بانک د مسئلې دوه تورن کسان په پنځلس پنځلس کاله تنفذي بند محکوم شول

د افغانستان استناف محکمې دکابل بانک دقضيې د څېړلو پر مهال د دې بانک دوه پخواني مشران شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي د پیسو د تطهیر او اختلاس په جرم په پنځلس پنځلس کاله تنفذي بند محکوم کړل.
د کابل بانک د قضیې د څېړلو استناف محکمې په قضیه کې د ښکېلو کسانو په اړه نن خپل حکم صادر کړ. د محکمې د پرېکړې له مخې د محمود کرزي، حصین فهیم، محمد طاهر ظاهر، کابل نفت، پامیر هوايي شرکت، ګلبهار حبیبي، اختر ګل، ملک جان، ګلبهار ټاور، شاهین صرافي او د ګاز ګروپ جایدادونه او شتمنۍ کنګل شوې. محکمې دغه راز د شکرالله شکران، حاجي شرین خان، امیتی باسو، احمد تمیم، ماتو پیچي، عبدالله کروړ، فریدون نورزاد، جان سن، جورج، ضیاحسن، احمد جاوېد، نور خان، نجیب الله، نورالله سیفي او فهیم تراب په اړه د جدي عدلي تعقیب حکم وکړ.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgwx9qnak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته