دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 101777
په پاکستان کې دمسلمانانو اتحاد اویووالی دوخت ضرورت دی

 دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ  مشر علامه راجه ناصر عباس جعفري  په یولړ څرګندونو کې  ویلی دي په دغه هیواد کې دشیعه اوسني مسلمانان  له یوه بل سره متحد او یوموټی دي  او اسلام دښمنان  دمسلمانانو ترمینځ درز اوتفرقه نشي اچولی.
علامه صیب  په پاکستان کې دناکراریو درامینځةکولو لپار ه  داسلام د دښمنانو  نقشو اودسیسو ته په اشارې سره  وویل  داسلام عالمان په تدبیر او سم عمل سره  دپردیو  دسیسې شنډولی شي .
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین  غورځنګ مشر  همداراز دپاکستان د پرمختګ لپاره ددغه هیواد  داهل تشیَع  پر غوره رول ټینګار وکړ او روښانه ئې کړه دپاکستان په جوړولو کې داهل تشیَع دکردار هیڅوک انکار نشي کولی او ددغه هیواد  او دپولو دساتلو  لپاره  به هم دتل لپاره  قربانۍ ورکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyzazyt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته