دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 39036
د مالیې وزیر د سوډان پلازمینې خرطوم ته ولاړ
سلامي پراختیایي بانک، چې شپږ پنځوس اسلامي هیوادونه یې غړیتوب لري، په پراختیایي چارو کې د اسلامي نړۍ د هڅو د انسجام دنده لري.
د مالیې وزیر، ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د اسلامي پراختیایي بانک د مشرتابه په کلنۍ غونډه کې د ګډون له پاره نن د سوډان پلازمینې، خرطوم، ته ولاړ.
اسلامي پراختیایي بانک، چې شپږ پنځوس اسلامي هیوادونه یې غړیتوب لري، په پراختیایي چارو کې د اسلامي نړۍ د هڅو د انسجام دنده لري.
په تیره لسیزه کې، د افغانستان په پراختیایي پروژو کې د اسلامي هیوادونو ونډه تر ډېره حده کمرنګه وه خو په تیرو دوو کلونو کې د اسلامي پراختیایي بانک د مشرتابه او د افغانستان د مالیې وزارت په ګډو هلو ځلو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د اسلامي پراختیایي بانک رییس د ۱۳۹۰ کال د میزان په میاشت کې کابل ته راغلی و او دلته یې د افغانستان له پراختیایي پروژو سره د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د هڅولو ژمنه وکړه.
اسلامي پراختیایي بانک په سترو زېربنایي پروژو کې، لکه د دوشي – پلخمري سړک، د آقینې – اندخوی سړک او په کندوز او بغلان کې د برېښنا سب سټیشنونو، په برخه کې پانګونه کوي.
د کنفرانس په څنګ کې به د مالیې وزیر د اسلامي هیوادونو له استازو سره په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې اترې وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciquap.t1a3p26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته