په بدخشان ولایت کې د تنفسي ناروغیو د خوریدو له امله د پنځوسو ماشومانو د مړینې او د واورې د ښویدو په جلا جلا پیښو کې دېرشو کسانوته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړای شوي.
د بدخشان د والي ویاند معروف راسخ وایي، د یوې اونۍ په موده کې د دې ولایت په خواهان، یاوان او راغستان ولسوالیو کې د تنفسي ناروغۍ له امله پنځوس ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي مړه شوي.
نوموړی وایي، چې د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د خوریدو د مخنیوي لپاره شپږ ټنه درمل استولي دي.
نوموړی همدا راز وایي، چې په تیرو دوه ورځو کې د بدخشان په دریو نورو ولسوالیو تګاب کشیم، کوهستان او ارغنجخوا کې د واورو د ښویدو له امله لس تنه وژل شوي او درویشت نور ټپیان دي.
د راسخ په وینا اوسمهال د واورو له امله د شپاړسو ولسوالیو لارې تړلې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)