کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې پنځوس تنه ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 9 حوت 1390 ساعت 19:18

د یوې اونۍ په موده کې د دې ولایت په خواهان، یاوان او راغستان ولسوالیو کې د تنفسي ناروغۍ له امله پنځوس ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي مړه شوي.


په بدخشان ولایت کې د تنفسي ناروغیو د خوریدو له امله د پنځوسو ماشومانو د مړینې او د واورې د ښویدو په جلا جلا پیښو کې دېرشو کسانوته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړای شوي.

د بدخشان د والي ویاند معروف راسخ وایي، د یوې اونۍ په موده کې د دې ولایت په خواهان، یاوان او راغستان ولسوالیو کې د تنفسي ناروغۍ له امله پنځوس ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي مړه شوي.

نوموړی وایي، چې د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د خوریدو د مخنیوي لپاره شپږ ټنه درمل استولي دي.

نوموړی همدا راز وایي، چې په تیرو دوه ورځو کې د بدخشان په دریو نورو ولسوالیو تګاب کشیم، کوهستان او ارغنجخوا کې د واورو د ښویدو له امله لس تنه وژل شوي او درویشت نور ټپیان دي.

د راسخ په وینا اوسمهال د واورو له امله د شپاړسو ولسوالیو لارې تړلې دي.


د مطلب کود: 36992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36992/په-بدخشان-کې-پنځوس-تنه-ماشومان-د-تنفسي-ناروغیو-له-امله-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com