دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 35052
امریکايي سمندري ځواکونو د طالبانو د مړو د سپکاوي په اړه څېړنه پیل کړه
امریکا د سمندري ځواکونو لوړپوړي قومندان جنرال جیمز اموس د درې ستورو لرونکي یوبل جنرال توماس والډاوسر ته د نده سپارلې چې د دې ویډیو په اړه دې څیړنې وکړي.
د امریکا د سمندري ځواکونو مشرتابه پرون د هغې ویډویو په اړه د څیړونو لومړني کارونه پیل کړل، چې په کې څلور تنه امریکايي سمندري سرتیري د څو وسلوالو طالبانو مړو ته د سپکاوي په حال کې ښودل کېږي.

ویل کېږي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو لوړپوړي قومندان جنرال جیمز اموس د درې ستورو لرونکي یوبل جنرال توماس والډاوسر ته د نده سپارلې چې د دې ویډیو په اړه دې څیړنې وکړي.

پینټاګون ویلي، چې په ویډیو کې له څلورو امریکايي سرتیرو دوه یې پېژندل شوي، خو د دوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

افغان ولسمشر له امریکايي چارواکو غوښتي، چې د هغه چلن په اړه دې خپلواکې څیړنې وشي، چې په ویډیو کې یې امریکايي سرتیري د ترسره کولو په حال کې ښکاري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccixq1.2bqpp8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته