کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي سمندري ځواکونو د طالبانو د مړو د سپکاوي په اړه څېړنه پیل کړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 24 جدی 1390 ساعت 9:12

امریکا د سمندري ځواکونو لوړپوړي قومندان جنرال جیمز اموس د درې ستورو لرونکي یوبل جنرال توماس والډاوسر ته د نده سپارلې چې د دې ویډیو په اړه دې څیړنې وکړي.


د امریکا د سمندري ځواکونو مشرتابه پرون د هغې ویډویو په اړه د څیړونو لومړني کارونه پیل کړل، چې په کې څلور تنه امریکايي سمندري سرتیري د څو وسلوالو طالبانو مړو ته د سپکاوي په حال کې ښودل کېږي.

ویل کېږي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو لوړپوړي قومندان جنرال جیمز اموس د درې ستورو لرونکي یوبل جنرال توماس والډاوسر ته د نده سپارلې چې د دې ویډیو په اړه دې څیړنې وکړي.

پینټاګون ویلي، چې په ویډیو کې له څلورو امریکايي سرتیرو دوه یې پېژندل شوي، خو د دوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

افغان ولسمشر له امریکايي چارواکو غوښتي، چې د هغه چلن په اړه دې خپلواکې څیړنې وشي، چې په ویډیو کې یې امریکايي سرتیري د ترسره کولو په حال کې ښکاري.


د مطلب کود: 35052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35052/امریکايي-سمندري-ځواکونو-د-طالبانو-مړو-سپکاوي-په-اړه-څېړنه-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com