افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چهارشنبې په ورځ له دغه هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته د کام ایر مستقیم الوتنې پیل شوې.
له دې وروسته به هره اونۍ د افغانستان له خوست څخه د سعودي عربستان جدې ته الوتنه کوي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې له کابل څخه د سعودي عربستان جدې ته الوتنې روانې وې.