دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 298731
په بغلان کې سږ کال د ۷۶ زیربنایي پروژي پلي شوي دي
د بغلان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په روان کال کې په دغه ولایت کې د ۷۶ بنسټیزو پروژو د پلي کېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژې د بغلان په بېلابېلو سیمو کې پلې شوې دي.
 
خبرپاڼه کاږي، چې پر دغو پروژو څه باندې ۱۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د مالیې وزارت او مرستندویه ادارو له خوا ورکړل شوي دي.
 
د يادو پروژو په پلي کېدو سره زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کار د زمينې برابرولو ترڅنګ د خلکو د هوساینې په برخه کې هم مرسته شوې ده.
https://avapress.net/vdcfmcd0yw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته