دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 298598
په هیواد کې د پولیو واکسین د تطبیق ننګونو ته د رسیدو په موخه د همغږۍ غونډه
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې د ننګونو د له منځه وړلو په موخه د دغه وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو ترمنځ د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دغه وزارت کې د پولیو د مخنیوي پروګرام د همغږۍ کلنۍ غونډه پیل کړه.
 
په دې غونډه کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازو او د عامې روغتیا وزارت چارواکي ګډون لري.
 
ویل کیږي چې د دې دوه ورځنۍ غونډې موخه د پولیو د پروګرام د اوسني پرمختګ ارزونه، د شته ننګونو په ګوته کول او د مناسبو حل لارو موندل دي.
https://avapress.net/vdcgy79x7ak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته