کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د پولیو واکسین د تطبیق ننګونو ته د رسیدو په موخه د همغږۍ غونډه

24 میزان 1403 ساعت 9:39

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې د ننګونو د له منځه وړلو په موخه د دغه وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو ترمنځ د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه اعلان کړه.


آوا: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دغه وزارت کې د پولیو د مخنیوي پروګرام د همغږۍ کلنۍ غونډه پیل کړه.
 
په دې غونډه کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازو او د عامې روغتیا وزارت چارواکي ګډون لري.
 
ویل کیږي چې د دې دوه ورځنۍ غونډې موخه د پولیو د پروګرام د اوسني پرمختګ ارزونه، د شته ننګونو په ګوته کول او د مناسبو حل لارو موندل دي.


د مطلب کود: 298598

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298598/په-هیواد-کې-د-پولیو-واکسین-تطبیق-ننګونو-ته-رسیدو-موخه-همغږۍ-غونډه

آوا
  https://www.avapress.net