دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 298116
د ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد زیاتوالی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د ایران د سیستان او بلوچستان له والي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي او ترانزیتي اړیکو د پراختیا او د دغه بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. د چابهار په دغه هیواد کې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د سیستان او بلوچستان له والي محمد کریمي سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا، د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي، د ټرانسپورټي او موټر چلوونکو شرکتونو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وشوې.

باید وویل شي، چې دغه پلاوی د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه د ایران له چابهار آزادې حوزې څخه کابل ته سفر کړی دی.
https://avapress.net/vdccs4qie2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته