آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د سیستان او بلوچستان له والي محمد کریمي سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا، د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي، د ټرانسپورټي او موټر چلوونکو شرکتونو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
باید وویل شي، چې دغه پلاوی د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه د ایران له چابهار آزادې حوزې څخه کابل ته سفر کړی دی.