افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ادارې د مشر ملا نورالدین ترابي له قوله له دولتي بنسټونو او ریاستونو غوښتي چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د خطر په کمولو کې همکاري وکړي.
هغه په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د راکمولو لپاره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د ډنمارک د مهاجرت د نړیوال انستیتیوت مشر انبار الشریف وویل، دغه سازمان له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په افغانستان او نورو هیوادونو کې له طبیعي او غیر طبیعي پیښو ځپلو کډوالو او افغانانو سره د جګړې په سیمو کې د ماینونو د پاکولو او په بیړنیو حالاتو کې مرستې کوي.
نوموړي په خوښۍ سره وويل، چې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له دغه بنسټ سره همکاري کړې او د چارو په چټک او پر وخت پلي کېدو کې يې مرسته کړې ده.