افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د میزان ۱۲ مه بدخشان ولایت ته د دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو د وزیر مولوي محمد زاهد د سفر او د دغه ولایت له والي مولوي محمد ایوب سره د لیدنې خبر ورکړی دی
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې د بدخشان والي د کار او ټولنيزو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د ځوانانو د کار موندنې په برخه کې د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د يتيمانو او بې کوره ماشومانو ملاتړ دې وشي.
د بدخشان والي د یو شمېر عامه ګټو پروژو د پیل او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او د ولایتي ادارې ترمنځ یې د همغږۍ او نږدې همکارۍ یادونه هم وکړه.
له بلې خوا د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار او ټولنيزو چارو وزير د کار د ملي کنفرانس د موخو د تحقق او د ځوانانو لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د برابرولو په برخه کې د دغه وزارت د مشرتابه د پاملرنې يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په بدخشان ولایت کې د مسلکونو د شمیر زیاتول.
مولوي محمد زاهد د دغه ولایت یتیم خانو ته د برښنا د برابرولو په برخه کې د بدخشان ولایت د چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه چې د بدخشان د والي له خوا د دغې ستونزې د حل ډاډ ورکړل شو.