کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان له والي سره د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د مرستيال په کتنه کې د بدخشان خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وشوه

12 میزان 1403 ساعت 14:58

د کار او ټولنيزو چارو وزارت بدخشان ولايت ته د دغه وزارت د مرستيال د سفر خبر ورکړ او ويې ويل چې د دغه ولايت له والي سره يې وکتل او د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د میزان ۱۲ مه بدخشان ولایت ته د دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو د وزیر مولوي محمد زاهد د سفر او د دغه ولایت له والي مولوي محمد ایوب سره د لیدنې خبر ورکړی دی

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې د بدخشان والي د کار او ټولنيزو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د ځوانانو د کار موندنې په برخه کې د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د يتيمانو او بې کوره ماشومانو ملاتړ دې وشي.

د بدخشان والي د یو شمېر عامه ګټو پروژو د پیل او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او د ولایتي ادارې ترمنځ یې د همغږۍ او نږدې همکارۍ یادونه هم وکړه.

له بلې خوا د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار او ټولنيزو چارو وزير د کار د ملي کنفرانس د موخو د تحقق او د ځوانانو لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د برابرولو په برخه کې د دغه وزارت د مشرتابه د پاملرنې يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په بدخشان ولایت کې د مسلکونو د شمیر زیاتول.

مولوي محمد زاهد د دغه ولایت یتیم خانو ته د برښنا د برابرولو په برخه کې د بدخشان ولایت د چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه چې د بدخشان د والي له خوا د دغې ستونزې د حل ډاډ ورکړل شو.


د مطلب کود: 297922

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297922/د-بدخشان-له-والي-سره-کار-او-ټولنيزو-چارو-وزارت-مرستيال-په-کتنه-کې-خلکو-ته-غوره-خدمتونو-وړاندې-کولو-ژمنه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.net