کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شول

12 میزان 1403 ساعت 11:35

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په موخه د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د مهاجرت له نړیوال سازمان سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.


آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ادارې د مشر ملا نورالدین ترابي له قوله له دولتي بنسټونو او ریاستونو غوښتي چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د خطر په کمولو کې همکاري وکړي. 

هغه په ​​افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د راکمولو لپاره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

 د ډنمارک د مهاجرت د نړیوال انستیتیوت مشر انبار الشریف وویل، دغه سازمان له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په افغانستان او نورو هیوادونو کې له طبیعي او غیر طبیعي پیښو ځپلو کډوالو او افغانانو سره د جګړې په سیمو کې د ماینونو د پاکولو او په بیړنیو حالاتو کې مرستې کوي.

 نوموړي په خوښۍ سره وويل، چې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له دغه بنسټ سره همکاري کړې او د چارو په چټک او پر وخت پلي کېدو کې يې مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 297895

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297895/له-طبیعي-پیښو-سره-د-مبارزې-ادارې-او-مهاجرت-نړیوال-سازمان-ترمنځ-څه-باندې-یو-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-همکارۍ-دوه-تفاهم-لیکونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.net