دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۴۹
د مطلب کود : 298105
په ټول ایران کې د شپې له ۹ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې الوتنې لغوه کیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند نن د یکشنبې د ورځې د سهار له نهو بجو څخه د سبا د میزان ۱۶مې نیټې د سهار تر شپږو بجو پورې د دغه هیواد د هوايي ډګرونو د الوتنو د لغوه کولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: جعفریزرلو یازرلو د پورتنیو خبرونو د اعلانولو په ترڅ کې له مسافرو وغوښتل چې د خپل سفر د پلانولو او د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د هوایی ډګرونو او هوایی شرکتونو د الوتنو له معلوماتو سره اړیکه ونیسی.
 
هغه څرګنده کړه: ګرانو مسافرو د الوتنې د ټکټونو د لګښت په اړه اندیښنه مه کوئ او هوایي شرکتونه به د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
 
د اسنا په حواله، د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند څرګنده کړه: د الوتنې د بدلون او د الوتنې د ټکټونو د بیرته ورکولو څرنګوالی به وروسته اعلان شي.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
https://avapress.net/vdcawanum49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته