دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۲:۲۲
د مطلب کود : 297790
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ایران له خوا پر اسرائیلو د توغندیو د برید په اړه بیړنۍ غونډه وکړه
په صهیونیسټ رژیم د ایران له حملې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن له مرستیالې کامالا هریس او د هغه له امنیتی ټیم سره بیړنۍ غونډه وکړه .
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر "جو بایډن" د سه شنبې په ورځ په ټولنیزه میډیا ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د فلسطین په اشغال شوي سیمو باندې د ایران د غچ اخیستونکي برید له پیل څخه مخکې. : نن سهار، د ولسمشر مرستیال او ما د ملي امنیت له ټیم سره د ایران د هغه پلان په اړه چې پر اسرائیلو یې د بالستیک توغندیو د توغولو په اړه خبرې وکړي.
 
په دې اړه دامریکا ولسمشر زیاته کړه: مونږ په دې خبرې وکړې چې امریکا څنګه د اسرائیلو د دغو حملو په وړاندې دفاع ته چمتو ده او دغه راز په سیمه کښې د امریکا د پوځونو ساتنه څنګه وکړو .
 
دا په داسې حال کې ده چې څو شېبې وړاندې د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د یوې خبرتیا په صادرولو سره اعلان وکړ: د شهید هنیه، سید حسن نصرالله او شهید نیلفروشان د شهادت په غبرګون کې مو د نیواکګرو سیمو زړه په نښه کړ. که چیرې صهیونیسټ رژیم د ایران د عملیاتو په وړاندې غبرګون وښيي نو له کرغیړن حملو سره به مخامخ شي .
https://avapress.net/vdcjhae8yuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته