دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 297765
د هېواد په تخصصي روغتونونو کې نږدې ۴۰ تنه متخصص روزونکي ګمارل شوي دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې لسګونه متخصص روزونکي یې له ازموینې وروسته د هېواد په متخصصو روغتونونو کې د کار لپاره ګمارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې په دې پړاو کې ۳۹ تنه نوماندان په لوړو نمرو سره په ازموینه کې بریالي او د متخصص روزونکو په توګه معرفي شول.
 
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې د عامې روغتیا وزارت د تخصص عمومي ریاست توانېدلی چې ۸۸ کسان د هېواد په تخصصي روغتونونو کې د متخصصو روزونکو په توګه استخدام کړي.
 
د چارواكو په وينا، په دې سره به هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو بهير ښه شي.
https://avapress.net/vdcb0zb5srhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته