دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 297772
سپینه ماڼۍ: ایران پر اسرائیلو د توغندیو د برید لپاره تیاری نیسي
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا د صهیونیسټي رژیم پر ضد د ایران د بالستیکي توغندیو له برید څخه خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: CNN د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې امریکا داسې نښې لیدلي، چې ایران د اسرائیلو پر ضد د بالستیک توغندیو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.
 
Axios هم د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله ویلي: موږ داسې معلومات لرو چې ایران پلان لري ډېر ژر پر اسرائیلو توغندیز برید وکړي.
 
د Axios په وینا، امریکا ویلي چې دوی په فعاله توګه د هر ډول ایراني برید په وړاندې د اسراییلو د دفاع لپاره د چمتووالي ملاتړ کوي.
 
نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې ایران د تل ابیب په شمال کې پر ۳ هوايي اډو او د استخباراتو پر یوه مرکز د توغندیو برید ته تیاری نیسي چې په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې به ترسره شي.
 
CNN هم ویلي: د اسراییلو په خلاف د ایران د توغندیو برید د تیر برید په څیر تمه کیږي.
 
په همدې حال کې دصهیونیسټ رژیم دپوځ ویندوی ادعا کړې ده چې دامریکا مرکزي قوماندې د ایران د ګواښلو لپاره چمتو ده .
 
د تسنیم په وینا، نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا اسراییلو ته د ایران د احتمالي برید په اړه خبر ورکړی دی.
 
د اسراييلو د يوه لوړ پوړي چارواکي Axios په وينا: اسراييل باور لري چې ايران به په راتلونکو څو ساعتونو کې پرې بريد وکړي.
 
ټاکل شوې ده چې دصهیونیسټ رژیم د کابینې بیړنۍ غونډه د ایران له خوا د احتمالی بالستیک حملې په هکله له خبرداری وروسته جوړه شی .
https://avapress.net/vdcjaae88uqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته