دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 297740
د غزې په تړانګه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۱ زره ۶۱۵ تنو ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی رژیم په دغه سیمه کښې دوه نور قتل عامونه ترسره کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې تړانګې د جګړې د ۳۶۰مه ورځ کې په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو په تیر ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګه کې دوه نور قتل عامونه ترسره کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۰۸ تنه ټپیان شوي دي.

په دې توګه د غزې د تړانګې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۱ زره ۶۱۵ تنو ته او د زخمیانو شمېر ۹۶ زره ۳۵۹ تنو ته لوړ شوی دی.

د غزې تړانګې په بیلا بیلو سیمو کې تر لسو زرو زیات کسان لا هم لادرکه دي او تر خاورو خځلو لاندې دي.
https://avapress.net/vdceef8w7jh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته