دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 297452
افغانستان د مالي او بانکي بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو همکاري غواړي
د اقتصاد وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست د یوناما د سرمفتش له مشر سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شوې بهرنۍ اسعارو د پانګې خلاصول او د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ثبات او د ستونزو د حل لپاره مهم وبلل. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د یوناما د پلټونکي دفتر له مشر سره وکتل. 
 
د اقتصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د هرکلي په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د بشري مرستو د دوام ترڅنګ باید د ملګرو ملتونو ادارې او مرستندویه ادارې د متوازن انکشاف د څارنې په ترڅ کې پراختیايي همکاریو او د حرفوي او کارموندنې پروګرامونو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانانو د کنګل شوې بهرنۍ اسعارو د پانګې خلاصول او د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ثبات او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د مسوولانه اقدام غوښتنه وکړه. 
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پر وړاندې د امريکا او لوېديځو هېوادونو ظالمانه او يو اړخيز بنديزونو په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې لا پسې زياتې کړې دي.
https://avapress.net/vdcenf8wwjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته