دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۲۹
د مطلب کود : 298097
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راوتو خبرداری
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو احتمال شته.
افغان غږ خبری آژانس: دغه رياست نن او سبا په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، کابل، کاپيسا، پنجشير، بغلان پروان، سمنګان، میدان وردک، غزني، بامیان، دایکندي، غور، بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان، بادغیس، هرات، فراه، کندهار، ارزګان، زابل او هلمند کې د باران او سیلابونو امکان دی.
د نوموړي په وينا، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه د ١٥ او ٤٥ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې نن او سبا د هېواد په شمالي، سوېلي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې هم د باد او دښت اټکل شوى دى.
د دې بادونو سرعت به په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
https://avapress.net/vdcaoanu049now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته