افغان غږ خبری آژانس: د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند (BJP) تمه لري چې په پارلماني ټاکنو کې لازم اکثریت ترلاسه کړي. په ورته وخت کې په هند کې د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو تورونه وروسته له هغې زیات شوي چې دغه ګوند په تېرو لسو کلونو کې واک ته ورسېد.
د ایرنا د راپور له مخې، د هند ټاکنې په نړۍ کې تر ټولو لوی ډیموکراټیک تمرین دی چې له ۹۶۹ میلیونو څخه زیاتو خلکو د رایې ورکولو وړ دی چې د نړۍ د نفوس له ۱۰٪ څخه زیات دی.
دغه رایه اچونه د جمعې په ورځ سهار اته بجې د هند په ۱۰۲ ټاکنیزو حوزو کې پیل شوه او د جون تر لومړۍ نیټې پورې به په اوو پړاوونو کې د شپږو اونیو لپاره دوام وکړي.
د ایرنا د راپور له مخې د دغو انتخاباتو کاندیدان په اوو پړاوونو کې د ۵۴۳ څوکیو لپاره سیالي کوي.
د رایې ورکولو عمر 18 کاله دی او نوماندان باید لږ تر لږه 25 کلن وي.