دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 279799
په تېره یوه میاشت کې نږدې ۶۹ زره جریبه غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه شوې دي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو تخنیکي پلاوي نږدې ۶۹ زره جریبه غصب شوې ځمکې له څېړنو او تایید وروسته بېرته اړوندو ادارو ته سپارلې دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې دغه ځمکې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې تصفیه شوې او غاصبینو ته سپارل شوې دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بورډ د روانې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۶۶۵۸۹۰۱ جریبه ځمکه تثبیت کړې او په یو شمېر ولایتونو کې د نورو ۳۷۱،۱۴۷،۸۲۴ جریبه ځمکې اسناد څېړل شوي دي.
 
ډېری بېرته راستنې شوې ځمکې په میدان وردګو، زابل او کندهار ولایتونو کې دي.
 
په ټولو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د تفتیش، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر روان دی او د زرګونو جریبه غصب شویو ځمکو دوسیې د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د تخنیکي بورډ تر څېړنې لاندې دي.
https://avapress.com/vdci33ar3t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته