دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 221432
” پاکستان له هر هغه حکومت سره چې افغانان یې وغواړي کار کوي”
د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان ویلي پاکستان له هر هغه حکومت سره کار کولو ته تیار دی چې افغانان ورباندې هوکړه وکړي.
عمران خان نن دوشنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډ انجمن پرانستغونډه کې چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني هم پکې ګډو کړی و، وویل افغانان د خپل حکومت جوړولو او دغه حکومت ته د شخص ټاکلو کې خپلواکه دي.
عمران خان وویل: “افغانان چې د هر ډول حکومت جوړول غواړي، هر څوک چې ورته ټاکي، دا به د دوی پریکړه وي، پاکستان به ورسره کار کوي.”
هغه په افغانستان کې د هند نفوذ په اړه هم اندیښنه وښوده ویې ویل چې دوی د پاکستان پرضد د افغانستان کارولو ته اندیښمن دي.
هغه وویل: “پاکستان کې اندیښنه شته چې هند به افغانستان د پاکستان بې ثباته کولو په موخه وکاروي، خو موږ خپله پریکړه کړې ده، موږ به د افغانانو چې دوی هرڅه غواړي ملاتړ کوو، موږ به دوی سره خپلې اړیکې پراخې کړو.”
ده همداشان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو په اړه وویل: “موږ خپله ټوله هڅه کوو چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، دا موږ ځوروي چې ګورو هره ورځ افغانان وژل کیږي. موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې زموږ حکومت، زموږ پوځ او زموږ استخباراتي اداره افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او سولې راوستلو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.”
دا په داسې حال کې دي چې پاکستان په کراتو د افغان او بهرنیو چارواکو له خوا په افغانستان کې پر لاسوهنې تورن شوی دی.
سیاسي او پوځي شنونکي وایي پاکستان تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې افغانستان ته ښه نیت نه دی لرلی او پر دغه هیواد باور کول ډیر ورانوونکي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي د هلمند وروستیو جګړو کې له ۲۰۰ زیاتو پاکستاني ترهګرو برخه اخیستې وه او د دوی د یو شمیر جنګیالیو مړي هم د جګړې پر ډګر پاتې دي.
خو د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار له پاکستانه تر راستنیدو وروسته پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د هلمند جګړه کې هیڅ پاکستانی کس نه دی وژل شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین د حکمتیار دا څرګندونې “شرمناکې” وبللي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtve88uqe8xz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته