د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په هلمند کې د وروستیو جګړو له کبله ۳۹ زره او دوه سوه کسان بې کوره شوي او پنځه زره ۶۰۰ کورنۍ د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته او درې زره او پنځه سوه نور بیا د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته کډوال شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د تېرې تلې میاشتې له ۱۵ مې راهیسي د سړک غاړې ماین چاودنو، هوایي بریدونو او ځانمرګو بریدونو له کبله ۱۲۶ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.
خبرپاڼه لیکي، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په جګړه کې د ښکېلو غاړو غوښتې چې جګړه ودروي او د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره هممهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستي او په دې وروستیو کې په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جکړه رامنځته شوه چې له کبله یې ډېری شمېر ملکیانو ته مرګژوبله واوښتله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)