دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 221092
ولسمشر غني سبا ولسې جرګې ته د باور رايو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي
له میاشتو انتظار وروسته افغان حکومت ولسې جرګې ته د باور رايو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي.

جمهور رياست وايي تمه ده چې ، ۲۶ نوماند وزیران او د دوه خپلواکو ادارو رییسان سبا جمهور رییس د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.
جمهوري ریاست وايي، سبا د چهارشنبې په ورځ به ولسمشر غني نوماند وزیران او د یو شمېر خپلواکو ادارو رییسان ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ۲۶ نوماند وزیران او د دوه خپلواکو ادارو رییسان د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره معرفي کېږي.
دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال
هغه زیاته کړه: "سبا ټوله کابینه کې چې ۲۶ تنه نوماند وزیران او دوه تنه د خپلواکو ادارو رییسان په کې شامل دي او د باور د رایې اخیستو لپاره اړتیا لري، ولسي جرګې ته پېژندل کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني د خپلې لوړې په مراسمو کې وویل چې دوه اوونۍ وروسته به ولسي جرګې ته خپله ټوله کابینه ور معرفي کړي، خو د دې ژمنې څخه نږدې یوه کال وروسته، حکومت توانېږي چې خپله ټوله کابینه د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وپېژني.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا له ولسي جرګې غواړي چې د دوه تابعیته نوماند وزیرانو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د دې بنسټ مسوولانو د سه‌شنبې په ورځ وویل، ولسي جرګه د خپلو داخلي دندو د اصولو له مخې، وړاندې له دې چې کوم نوماند وزیر ته د رایو صندوق کېږدي، باید د دویم تابعیت د لغوه کېدو په اړه یې ډاډ تر لاسه کړي.
فیفا همدا ډول نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو په بهیر کې د مالي فساد او سیلقوي چلند په اړه اندېښنه ښيي.
د فیفا اجراییه رییس یوسف رشید وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د وزیر کېدو شرایط مشخص دي، خو د دوه تابعیته وګړو لپاره واک ولسي جرګې ته ورکړل شوی دی او د خلکو استازي باید له اوسه ووايي چې په دې اړه یې پرېکړه څه ده.
یوسف رشید
هغه زیاتوي: "اوس دوی د خلکو د غوښتنو استازیتوب کوي، دا دوی سلیقوي بحث نه دی، خلک څه غواړي، د دوی مطالعه څه ښيي، هغه وزیران چې دویم او درېیم تابعیت یې درلوده، هغوی واقعاً باکیفایته وزیر و، موثریت یې درلوده، احساس د مسوولیت یې درلوده، دې خاورې او نظام ته وفاداره و او که نه."
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، له ولسي جرګې غواړي چې د رایې ورکولو په بهیر کې د فساد مخه ونیسي، نوماند وزیرانو ته د سلیقوي چلند پر ځای د تخصص او شایسته سالارۍ له مخې رایه ورکړي او تر څنګ یې د باور رایې د نه خپلولو په صورت کې نوماند وزیر ته د سرپرست په توګه د پاتې کېدو اجازه ور نه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه وايي، دوی به نوماند وزیرانو ته د هر اړخیزې څېړنې وروسته، د رایو صندوقونه کېږدي.
د دې جرګې منشي اسدالله شهباز ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د نوماند وزیرانو له پېژندل کېدو وروسته به، پنځه ګوني کمېسیونونه د ټولو نوماند وزیرانو او د خپلواکو ادارو د رییسانو په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.
اسدالله شهباز
شهباز وايي: "کمېسیونونه د دوی له معرفي کېدو وروسته خپل کار پیلوي، په پنځو برخو کې پنځه ځانګړې کمېسیونونه لرو چې دوی خپلې څېړنې کوي او وروسته یې بیا ادارې پلاوي ته سپاري، له دې وروسته بیا اداري پلاوي د کمېسیونونو سره یو ځای خپله وروستۍ پرېکړه کوي."
د افغانستان په کابینه کې د سرپرستۍ او دوه ګوني تابعیت مسئله له دې وړاندې هم جنجالي بحث پاتې شوی دی، خو له دې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي ازادي راډیو ته ویلي و چې دا ځل به د خلکو استازي د بل کوم تابعیت لرونکي نوماند ته رایه ور نه کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b55rhb5gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته