دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 217821
ولسمشرغني په یوه فرمان کې د ملي مصالحې شورا تشکیلات اعلان کړل
ولسمشر غني په یوه فرمان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا تشکیلات او د دغې شورا د ځینو غړو نومونه اعلان کړل. په دغه فرمان کې چې نن ماښام شنبې (د وږي په ۸مه) د دین له عالمانو، خصوصي سکټور، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتل شوي دي چې د یوې اوونۍ په لړ کې خپل استازي په دغې شورا کې د غړیتوب لپاره معرفي کړي. د دغه فرمان پربنسټ د دغې شورا ۱۹ غړي جهادي او سیاسي شخصیتونه دي، ۹ غړي یې حکومتي او ۸ غړي یې هم مېرمنې دي. دغه شورا یو رییس او اووه مرستیالان لري او دوه تنه هم د دغې شورا د مشرتابه غړو په توګه دي. عبدالله عبدالله د دغې شورا د رییس، عبدالسلام رحیمي، عنایت الله بابر فرهمند، اسدالله سعادتي، زهره مطهري، عطاالرحمان سلیم، حاجي دین محمد او اکرم خپلواک د دغې شورا مرستیالان دي. د افغانستان د مرکچې پلاوي رییس معصوم ستانکزی او نورالحق علومي د دغې شورا د مشرتابه غړو په توګه دي.
https://avapress.com/vdcgxu9xqak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته