ولسمشر محمد اشرف غني د يوه فرمان پر بنسټ د ملي پخلاينې عالي شورا غړي وټاکل. په دې کسانو کې د افغانستان مهمې سياسې څېرې ليدل کېږي چې په تېرو دوو لسيزو کې يې د افغانستان په سياست او حکومتولۍ کې مهم رول لوبولی دی.
د ولسمشر غني له لوري په دې تړاو صادر شوي فرمان کې د مصالحې شورا ته دنده سپارل شوې چې یوه اونۍ کې د دیني عالمانو، د ملي شورا، د ولایتي شوراګانو، خصوصي سکتور، مشورتي لویې جرګې، د سولې د پخوانۍ شورا، د سیاسي او ټولنیزو مطرحو شخصیتونو او رسنیو د منتخبو استازو په ګډون د یادې شورا د عمومي مجمع د غړو لیست ترتیب او وروستۍ کړي.
د ملي پخلاينې عالي شورا دنده لري چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې چارې پرمخ يوسي او د حکومت مذاکراتي پلاوي ته مشورې ورکړي.