له ایران په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۲ زره افغان کډوال په جبري توګه ایستل شوي دي.
په هرات ولایت کې د کډوالو د بیا راستنېدلو چارو ریاست وایي، په تېرو دریو میاشتو کې تر ۲۲ زره زیات افغان کډوال له ایران په اجباري توګه اخراج شوي دي.
یاد ریاست وايي، اوس هم هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له ایران په جبري توګه را ایستل کېږي چې په کې ښځې، ځوانان، او بېسرپرسته ماشومان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وایروس له خپرېدو را وروسته ایران هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبري توګه له دغه هیواده باسي.
د یادونې ده چې د ایران پولیسو په وار وار له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي ډک چلند کړی چې د افغان کډوالو په اور سوځولو او ابو کې غرقولو هم تورن دی خو ایران بیا دغه تورونه ردوي.