په بغلان کې د دېره ۲۰۱۷ قول اردو د درېیمې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي ازادي راډیو ته وویل، افغان کومانډو ځواکونو د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په هوايي ملاتړ په ډنډ غوري کې پوځي عملیات وکړل:" ۱۳ تنه طالبان تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې چې د نړیوالو ځواکونو جټ او شینوک الوتکو یې ملاتړ کاوه، په ډنډ غوري سیمه کې وژل شوی دي."
ډګروال توکلي زیاته کړه چې په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې یو یا دوه مهم غړي هم شامل دي.
د نوموړي په وینا پهدې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نهدي اوښتي.
طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)