دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 169309
زلمی خلیلزاد د افغانستان له لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په پام کې لري چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا خانګړی استازی وټاکي.

دوو امریکایي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د ښاغلي د خلیلزاد ټاکنه به دا پیغام ورکړي چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پرمختګ په اړه جدی دی او  د خپل تاریخ اوږدمهالې افغان جګړه پای ته رسول غواړي.
تر دې وړاندې ښاغلي زلمی خليلزاد په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې او جمهوريپال ګوند ته يو له نژدې کسانو بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې دا خبرې نه دي تایید کړې.
د ښاغلي خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الیس ویلز او د طالبانو سیاسي استازو د افغانانو په مشری د مذاکراتو لپاره په ممکنه لارو چارو خبرې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcdzn0fnyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته