دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 148690
د غزنی ۷ ولسوالی د سختو امنیتی ګواښونو سره مخ دی
د غزنی امنیتی چارواکی وایی چی د غزنی اوه ولسوالی د امنیتی سختو ګواښونو سره مخ دی، خو نور ولسوالیانی د مناسب امنیت څخه برخمن دی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د نظام الدین خنجر، د ملی اردو دریم لوای قومانده د غزنی په ولایت کی، په وینا د اندر، خوګیانی، واغز، ده یک، ګیرو، اندر او آب بند ولسوالیانی د امنیتی سختو ګواښونو سره مخ دی، خو د غزنی نور ولسوالی د نسبی امنیت څخه برخمن دی.

ښاغلی خنجر ټینګار وکړ: د امنیتی سختو ګواښونو سربیره په دی څو ولسوالیو کی، د طالبان ټوله تهاجمی بریدونه د بهار لمړیو څخه تر اوسه پوری د امنیتی ځواکونو له لوری دفع سوی دی او طالبان سخت تلفات لیدلی دی.

هغه وویل چی د طالبانو تهاجمی بریدونو سربیره، تراوسه دا ډله نه دی توانیدلی چی د غزنی په ولایت کی کوم ولسوالی تر تصرف لاندی کړی.

همدارنګه وویل چی د غزنی څلور ولسوالی لکه جاغوری، مالستان، ناهور او جغتو د افغانستان د امن ترینه سیمو څخه دی.

https://avapress.com/vdcdnj0fzyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته