دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 290066
په بدخشان کې د یوه چسپکي ماین د چاودنې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي
د بدخشان د پوليسو وياند وايي چې په دغه ولايت کې د يوه چسپکي ماين د چاودنې له امله درې تنه پوځيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف : د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند احسان الله کامګار د دغه ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د یوه چسپکی ماین چاودنه تایید کړه او د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته یې وویل: نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د فيض آباد ښار په جوزون سيمه کې په موټر سايکل ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې او د امنيتي ځواکونو کاروان يې په نښه کړی دی.

هغه زياته کړه: "امنيتي ځواکونه د کوکنارو د اړولو په موخه روان وو، خو له بده مرغه له چاودنې سره مخ شول، چې له امله يې درې سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پنځه نور ټپيان شول."

ده وويل چې د دغې چاودنې د څرنګوالي په باب د کشفی او امنيتي ځواکونو پلټنې پيل شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم په خپل یوه ټویټ کې د بدخشان ولایت په مرکز کې چاودنه تایید کړه او ویې ویل: په فیض آباد ښار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د امنیتي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. 

قانع وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د امنيتي ځواکونو کاروان د کوکنارو د اړولو په موخه روان و.
https://avapress.com/vdciquarqt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته