دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 290563
په فاریاب کې د سیلابونو له امله د ۱۸ کسانو وژل کېدل او د استوګنې زرګونه کورونه ویجاړ شوي
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۱۸ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي او ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، پرون (جمعه د ثور ۲۸مه) د دغه ولایت بلچراغ، المار، قیصار، پښتونکوټ او خیبر ولسوالۍ د سیلابونو شاهدې وې.
 
هغه زياته کړه، چې په يادو ولسواليو کې د سېلابونو له امله د استوګنې ١٠٠٠ کورونه، زر جريبه کرنيزه ځمکه، ١٥٠ دوکانونه او يو ګرځنده کلينيک ويجاړ شوى دى.
 
د فارياب د والي وياند وايي چې د دغو سېلابونو له امله ٣٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
 
هغه وايي، چې د دغه ولايت چارواکو او مرستندويه ادارو بېړنۍ ناسته کړې او هڅه کوي، چې سېلاب ځپلو ته مرستې ورسوي.
 
د يادونې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
https://avapress.com/vdcaiwnue49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته