افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د ملي او نړیوال نندارتون مرکز او د صنایعو او کانونو خونې له خوا په کابل کې د ملي او نړیوال صنایعو د اونۍ نندارتون د هیواد د یو شمیر صنعتکارانو او سوداګرو په کې شتون کې ترسره شوه.
د دغه نندارتون په پای کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولینو د دغه نندارتون د لیدونکو شمېر اعلان کړ: د دغه نندارتون په ترڅ کې د سلګونو بهرنیو صنعتکارانو او زرګونو هېوادوالو په ګډون پنځلس تړونونه له بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شول.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی هم وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کورنیو تولیداتو کارول زیات شوي او خلک د کورنیو تولیداتو پیرودلو ته لېوالتیا لري.
له بلې خوا د کابل د صنایعو او کانونو د خونې مشر عبدالجبار صافی وايي، هېواد د ښاري کېدو پر لور روان دی او ورځ تر بلې ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي.
دغه راز مسوولينو په دغه نندارتون کې د بغزفو شمېر اته سوه اعلان کړ او زياته يې کړه، چې دوه سوه غرفې د ښځو لپاره وې او په دغه نړيوال نندارتون کې بېلابېل کورني او بهرني توليدات نندارې ته اېښودل شوي وو.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې سږ کال به مختلف ملي او نړیوال نندارتونونه په لاره واچوي.