دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 290564
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست اعلان کړى، چې سبا (يکشنبه، غبرګولي ٣٠مه) د هېواد په ١٦ ولايتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، سېلابونو، تندرونو او سختو بادونو د ورېدو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې باران به له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
 
دغه راز د هېواد په شمال، شمال لوېديځ، لوېديځ، سوېل، سوېل لوېديځ او مرکز کې په يو ساعت کې له ٤٠ تر ٩٠ کيلومترو سرعت سره د نسبتاً قوي بادونو د ورېدو اټکل کړى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.
https://avapress.com/vdcb0gb5arhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته