دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 290496
په بدخشان ولايت کې يوه ميرمن د خپل خاوند لخوا وژل شوي
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند په دغه ولايت کې د يوې ښځې د وژنې خبر ورکړى او وايي چې د دغې ميرمنې ميړه د پوليسو له خوا د وژنې په تور نيول شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامگار په دغه ولايت کې د يوې ښځې د وژنې خبر ورکړى او وايي چې د دغې ميرمنې ميړه د پوليسو له خوا د وژنې په تور نيول شوى دى.

ده څرګنده کړه چې تورن کس د دغې ښځې د وژلو د علت د معلومولو په خاطر د پوليسو له خوا نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.

کامګار زياته کړه: "د څېړنو له مخې پر دغې مېرمنې په يوه تیره څيز بريد شوى او پر سر يې لګېدلې او له څو ورځو بې هوښه کېدو يا کوما وروسته مړه شوې ده."

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د لايبه سيمې اوسېدونکې ده.
https://avapress.com/vdcf1xd0vw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته