افغان غږ خبری آژانس: حسین ابراهیم طاها، د اسلامی همکارۍ سازمان عمومی منشی وایی، دغه سازمان له اسلامی امارت سره د «بشری او رغنده خبرو اترو» په چوکاټ کې خپلو تعاملاتو ته دوام ورکوی.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د ثور په ۱۵ مه په ګمبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې وکړې.
نوموړي په دې کتنه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان لپاره د خپلو بشري هڅو ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان څخه به یو پلاوی د دغه سازمان په غونډه کې ګډون وکړي او د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو او د دغه سازمان له استازو سره به وګوري او خبرې اترې وکړي.
باید وویل شي، چې تېر کال د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي فقهې د نړیوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو مذهبي بنسټونو په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته راغلي وو.