کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، له افغان سرپرست حکومت سره به خپلو خبرو ته دوام ورکړي

17 ثور 1403 ساعت 9:42

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طاها په ګمبیا کې د دغه سازمان په پنځلسمه سرمشریزه کې وویل چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره به د بشردوستانه چلند او رغنده خبرو په چوکاټ کې خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.


آوا: حسین ابراهیم طاها، د اسلامی همکارۍ سازمان عمومی منشی وایی، دغه سازمان له اسلامی امارت سره د «بشری او رغنده خبرو اترو» په چوکاټ کې خپلو تعاملاتو ته دوام ورکوی.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د ثور په ۱۵ مه په ګمبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې وکړې.

نوموړي په دې کتنه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان لپاره د خپلو بشري هڅو ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان څخه به یو پلاوی د دغه سازمان په غونډه کې ګډون وکړي او د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو او د دغه سازمان له استازو سره به وګوري او خبرې اترې وکړي. 

باید وویل شي، چې تېر کال د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي فقهې د نړیوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو مذهبي بنسټونو په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته راغلي وو.


د مطلب کود: 289907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289907/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-وايي-له-افغان-سرپرست-حکومت-سره-خپلو-خبرو-ته-دوام-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com