دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 290516
د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تیلو د تصفیې د یوې کارخانې د جوړولو لپاره د یو شمیر سوداګرو چمتووالی
یو شمېر سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفیې د یوې فابریکې د جوړولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یو شمېر ملي پانګوالو د کانونو او پټرولیم له وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې په هېواد کې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتو د یوې معیاري فابریکې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
 
په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور په هېواد کې د نفتو د معیاري فابریکو جوړول یوه جدي اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
 
د ملي ټلویزیون له مخې د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي چې افغانستان د نفتو سترې زیرمې لري او اسلامي امارت هوډ لري چې په هیواد کې دننه خام تیل استخراج او پروسس کړي.
 
د يادونې ده، چې اوسمهال د امو سيند له کانونو څخه د تېلو د را ايستلو لړۍ روانه ده.
https://avapress.com/vdcizuarqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته