دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 290532
د بدخشان د فیض آباد – بهارک لویه لار د سیلابونو له امله تړل شوې ده
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت د فیض آباد – بهارک لویه لار د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د فیض آباد – بهارک لویه لار چې د دغه ولایت لس ولسوالۍ له فیض آباد ښار سره نښلوي، د سیلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
 
خو چارواکو بیا د مسافرو او سوداګریزو کاروانونو پر مخ د دې لویې لارې د خلاصولو لپاره د هڅو د پیل اعلان کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه په بغلان ولايت کې بارانونو او سېلابونو ستر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcgwz9xxak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته