دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 290529
ملا برادر سیلاب ځپلو ته د ملګرو ملتونو د مرستو د حجم او سرعت پر زیاتوالي ټینګار وکړ
د رېیس الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره په کتنه کې د دغو دفترونو له مسوولینو وغوښتل چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د سیلاب ځپلو لپاره خپلې بشري او انکشافي مرستې زیاتې او چټکې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې؛ د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ملګرو ملتونو د بیلابیلو سازمانونو له چارواکو سره کتلي دي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو اندازه لویه وبلله او د یادو ادارو له مسوولینو یې وغوښتل چې د اسلامي امارت سره په همغږۍ له سیلاب ځپلو سره خپلې بشري او انکشافي مرستې زیاتې او چټکې کړي.
 
ملا عبدالغني برادر اخند زیاته کړه چې د وروستیو سیلابونو په پایله کې په بغلان کې د کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۶۰ کیلومتره سړکونه او ګڼ پلچکونه او د اوبو لوی کانالونه هم ویجاړ شوي چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري. 
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د دفتر مسوولینو له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د بشري او انکشافي همکاریو ډاډ ورکړی.
 
د يادونې وړ ده، چې په بغلان کې ويجاړوونکو سيلابونو د دغه ولايت خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdccixqio2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته