افغان غږ خبری آژانس – کابل: د مرستو دغه بیړۍ چې ۲۱ ټنه خوراکي توکي، غوړي او اوړه په کې شامل وو، په کابل کې د روسیې د سفیر له خوا د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوه.
د سپوتنیک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د ولسمشر په حکم ترسره شوي دي.
تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه پیغام کې په بغلان ولایت کې د سختو سیلابونو له امله له افغانستان سره د خواشینۍ او خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره د مسکو چمتووالی اعلان کړی و.
هغه ټینګار وکړ چې مسکو چمتو دی چې د افغانستان له دوستو خلکو سره د کابل د غوښتنې په صورت کې لازمې مرستې وکړي.