دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 290528
په بلخ او بادغیس کې د ماین او هاوان په چاودنه کې څلور تنه مړه او ټپیان شول
په بلخ او بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغو ولایتونو کې د جګړې له ډګره د یوه راکټ او یو ماین د چاودنې له امله د درېیو ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق وايي، دغه پېښه د جمعې په ورځ د ثور ۲۸ مه د بلخ ولسوالۍ په عالم خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله د لسو او اتو کلونو په عمر دوه ماشومان وژلي او يو بل ماشوم يي ټپي کړى دى.
 
په همدې حال کې سرچينې وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ په "جوالق" کلي کې يو ١٧ کلن ځوان هم د تېرو جګړو څخه پاته شوي ماين د چاودنې له امله مړ شوى دى.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ماين د پخوانيو سرتېرو په يوه پسته کې هغه مهال وچاودېد، چې دغه ځوان ورسره لوبې کولې.
 
د بادغیس سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په سمنګان، فارياب او هرات ولايتونو کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلور ماشومان وژلي وو.
https://avapress.com/vdcb5gb5wrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته