افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې نجم الدین نجم د دغه بنسټ د فعالیتونو او همکاریو جزئیات شریک کړل.
نجم زياته کړه، چې د اغاخان بنسټ په همکارۍ په طبي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى دى.
په دې کتنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د دغه بنسټ د خدمتونو، همکاریو او اوسنیو فعالیتونو د قدردانۍ په ترڅ کې سپارښتنه وکړه چې دغه بنسټ دې د افغانستان د خلکو د هوساینې په خاطر خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم پراخ کړي، په ځانګړې توګه د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره یو ځانګړی سکتور فعال کړي ترڅو د ناروغانو درملنه په هیواد کې ترسره شي.