افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال دفتر د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګرو په مړینه خواشینی څرګنده کړې ده.
په دغه پيغام کښې ويل شوي دي چې اسلامي امارت په دغه غم کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د دوست او ورور هېواد ترڅنګ ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشر د چورلکي د غورځیدو په غبرګون کښې یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې د ایت الله سید ابراهیم رئیسی او د هغه د حالت په هکله د رپوټونه په ویره او امید سره تعقیبوی او په دې حالت کې په کلکه د ایران د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي.
باید وویل شي، چې د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړې او د ایران ستر ملت ته یې د صبر او استقامت غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د خلک، رسنیې او فرهنګي شخصیتونو د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او د هغه د ملګرو د شهادت د خبر په اوریدو پراخ غبرګونونه ښودلي او په مړینه یې خواشیني څرګنده کړې ده.