افغان غږ خبری آژانس: د سعودي عربستان شاهي محکمې پرون ماښام (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان ۸۸ کلن پاچا سلمان بن عبدالعزیز د الاسلام په شاهي کلینیک کې بستر شوی دی.
د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، له لومړنیو ازموینو څو ساعته وروسته پاچا سلمان په جده کې د سږو د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوی او درملنه یې کېږي.
د ګلف نیوز د راپور له مخې طبي ډلې د سعودي پاچا لپاره د انټي بیوټیک درملنې په اړه غور کړی دی.
پاچا سلمان د یکشنبې په سهار د ملا درد او تبې له امله روغتون ته وړل شوی و.
د سعودي عربستان پاچا څو ځلې د طبي معایناتو لپاره د دغه هېواد شاهي روغتون او کلینیکونو ته وړل شوی دی.
د اپریل په ۲۴ مه سلمان بن عبدالعزیز د څو ساعتونو لپاره د معایناتو لپاره د پاچا فیصل روغتون ته انتقال شوي وو.